IQNA

په افغانستان کې دې د ښونې او زده کړې حق له چا وانخستل شي

16:40 - September 07, 2023
د خبر لمبر: 3487924
ایکنا-(کابل) د اسلامی ملګرتیاموسیسې یوه پلاوي چې افغانستان ته تللی دی ،په کابل کې  له ځینو افغان چارواکو سره په لیدوکتو کې ټينګار کړی دی، په افغانستان کې باید  دښونې اوزده  کړې حق له چا وانخستل شي.

ایکنا د تسنیم له قوله راپور  راکړ، داسلامی  ملګرتیاموسیسې یو پلاوی چې د مختلفو هیوادونو  له لوړپوړو دیني  عالمانو جوړ دی ، په کابل کې له ځينو افغان چارواکو سره ئې د زده کړې اوښونې په باب  خبرې اترې کړي دي .

د اسلامی ملګرتیا موسیسې  داعلامیې په اساس، دغه پلاوي ، د طالبانو د حکومت د ښونې او معارفو له وزیر مولوی حبیب الله  آغا او د لوړو زده کړو له وزیر ندامحمد ندیم سره کتنې کړي چې  باید  دزده کړې حق له چا وانخستل شي.

 په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، د دیني تعلیماتو په اساس،ښونه او  زده  کړې د اسلام د لیدتوګې له پلوه  پر ټولو ښځو اوسړیو لازمه  ده.

د اسلامی ملګرتیا موسیسې په اعلامیې کې راغلی دي، ددغې موسیسې پلاوي د متخصصو کسانو روزنې او ښونې ته پر ډير ضرورت باندې په ټينګار سره  وئيلي دي،باید ټولو  انجونو او هلکانو ته په ټولو تعلیمي او تحصصي سویو کې د شتون حق ورکړل شي.

دغه پلاوي دغه راز ټینګار کړی دی،په دغو لیدوکتو کې د کابل چارواکو هم وئیلي دي، چې په ارزونې بوخت دي اوله دې وروسته چې  دانجونو لپاره یوه مناسبه فضا برابره شي، دوي ته به د تعلیم حق ورکړل شي. په دغې اعلامیې کې همداراز زیاته شوې ده  ددغې موسیسې غړي هیوادونه  په افغانستان کې  دښونې اوروزنې په برخې کې  هر ډول ملګرتیا او ملاتړ ته  تیار دي.

دیدار هیئت سازمان همکاری اسلامی با مقام‌های طالبان؛ "حق آموزش نباید از کسی  گرفته شود"

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1402/06/16/2953053

captcha